د نورستان ولايت په کامدیش کې ولسونو د يوې غونډې په لړ کې له افغان سرحدي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دغه غونډه کې مخورو مشرانو او علماو پدې وروستيو کې په کامديش ولسوالۍ کې د داعش او شر او فساد غړو د ځپلو په هکله د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو رهبري، او مجاهدينو هڅې وستايلې.
دوۍ وویل مونږ د اسلامي امارت مشرانو ته په کلکه ډاډ ورکوو چې هيڅ چاته به اجازه ورنکړو چې ورانکاري کړنې ترسره کړي.
دلته حکومتي چارواکو هم وینا وکړه او ویول چې د اسلامي امارت ځواکونه د نظام خاورې او خلکو خدمت ته په کلکه ژمن دي .
سرچینه : شرق نیوز

