د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو نړۍ دغه لاسته راوړنې له پامه غورځولي دي.
متقي له بيبيسي سره په تازه مرکه کې ویلي، افغانستان اوس له هغه وضعیت څخه وتلی چې د نورو د لاس اله وي.
نوموړي ویلي، د افغانستان خلک له اوسني حکومت څخه راضي دي او په ټول هېواد کې خلک ورسره څخه ملاتړ کوي
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په مرکه کې د اسلامي امارت د کورني وضعیت، نړۍوالو اړیکو او د نجونو د زدهکړو په اړه هم څرګندونې کړې دي
متقي ویلي اسلامی امارت له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او له ۴۰ ډېر فعال سفارتونه او کونسلګرۍ لري.
هغه ټینګار کړی چې د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د ځینو هېوادونو خپله پرېکړه ده.
هغه د اسلامي امارت د جوړښت په اړه ویلي چې حکومت یې ټولګډونه دی او په بېلابېلو دولتي ادارو کې اوس هم ښځې په کار بوختې دي.
د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، په تېرو شلو کلونو کې، د شاوخوا ۵۰ هېوادونو د ځواکونو له شتون سره سره، داعش ډلې په ننګرهار، جوزجان، کابل او پروان کې فعالیت درلود؛ خو د نوموړي په وینا، اوس په افغانستان کې دغه پدیده له منځه وړل شوې ده.
راپور : مسعود عربزی

