د راپورونو له مخې، د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه پوځي چورلکه د عملیاتو پر مهال لوېدلې چې له امله یې دوو پوځیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ د ټکساس ایالت په «بل» ولسوالۍ کې، د دغه ایالت د مرکز اسټین ښار شمال ته په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې شوې ده.
یاده چورلکه د «فورټ هوډ» پوځي اډې اړوند وه او د دې اډې د عملیاتو پر مهال غورځېدلې ده.
ځايي چارواکو ویلي چې د چورلکې له غورځېدو وروسته د سیمې شاوخوا کښتونو کې اور لګېدلی او د اوروژنې څو ډلې د اور مهارولو لپاره سیمې ته استول شوې دي.
د فورټ هوډ اډې هم په یوه خبرپاڼه کې د چورلکې غورځېدل او د دوو سرتېرو وژل کېدل تایید کړي، خو ویلي یې دي چې د قربانیانو هویت به تر هغه چې د هغوی کورنیو ته خبر ورکړل شوی نه وي، خپور نه کړي.
سرچینه : شرق نیوز

