په ننګرهار ولایت کې د کمپیوټر ساینس محصلینو د نوښت او عملي زده کړو د ودې په موخه یو پراخ نندارتون جوړ کړی، چې پکې د ننګرهار دولتي او الفلاح خصوصي پوهنتون محصلینو خپلې بېلابېلې سافټویر او هارډویر پروژې نندارې ته وړاندې کړې دي.
د یادو پوهنتونونو مسوولین وايي، د دغه ډول نندارتونونو له جوړولو څخه موخه دا ده چې محصلین له نظري زده کړو څخه عملي ډګر ته راوستل شي او په عصري ټکنالوژۍ کې د هېواد د ځانبساینې لپاره زمینه برابره شي.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار پوهنتون ۵۷ او د الفلاح پوهنتون ۵۲ محصلینو خپلې بشپړې شوې پروژې وړاندې کړې، چې په کې بېلابېل نوښتګر سافټویرونه او تخنیکي وسایل شامل وو.
محصلین وايي، که حکومت د دغو پروژو ملاتړ وکړي او عملي ګټه ترې واخلي، نو دا نوښتونه کولی شي د نظام، ولس او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.
هغوی ټینګار کوي چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د زده کړو کیفیت لوړوي، بلکې د نوښت او عملي فکر فرهنګ هم پیاوړی کوي.
د ننګرهار ولایت مقام استازي د دې ډول نندارتونونو جوړول وستایل او پر دولتي او خصوصي پوهنتونونو یې ټینګار وکړ چې محصلین دې له نظري زده کړو عملي ډګر ته راوباسي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې محصلینو ورته بېلابېلې پروژې نندارې ته وړاندې کړې دي، چې د پوهنتونونو مسوولین یې دوام د علمي پرمختګ او نوښت لپاره مهم ګڼي

