د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد اړوند په شاوخوا درې نیم کیلومترۍ کې پرته غرنی سیمه قرغان درې اوسېدونکي د اساسي خدماتو له جدي کمښت سره مخ ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه سیمه د تېرو حکومتونو پر مهال له پامه لوېدلې او تر اوسه ورته د سړک جوړونې په برخه کې اساسي پاملرنه نه ده شوې.
د ځایي خلکو په وینا، شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ په دې سیمه کې ژوند کوي، خو د خراب یا نشت سړک له امله ناروغان په وخت روغتون ته نه شي رسولی چې له امله یې ځینې کسان په لارو کې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د سیمې اوسېدونکي د خپل ژوند له سخت کړاو یاده کوي او وايي چې د ټرانسپورټ نشتون د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د لارې نشتون د دوی د ژوند تر ټولو لویه ستونزه ده او کلونه کېږي چې په همدې حالت کې ژوند کوي.
بلخوا د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د کونړ ټولو لرو پرتو سیمو ته د سړکونو د جوړولو پلان لري، چې په کې د قرغان دره هم شامله ده.
د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي شمس الرحمن سیلاب وايي چې پدې ولایت کې ګڼې داسې لرې پرتې سیمې شته چې د سړکونو د نشتون له امله له اساسي پرمختیاوو بې برخې پاتې شوي دي.
کونړ کې ډیری داسي لري پرتي سیمی شته چې پکې ګڼ شمیر خلک ژوند کوې خو د اساسي سړکونو د نشتون له امله د هغوۍ د ژوند چاري زیانمني شوې دي .

