
خبرگزاری رویټرز په یوه ځانګړي راپور کې د دریوو باخبرو سرچینو په حواله لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې له خپلو ملي امنیت سلاکارانو سره په غونډو او استخباراتي راپورونو له اورېدو وروسته خپلو لوړپوړو سلاکارانو ته ویلي: که ایران یا په یمن کې د تهران ملاتړي حوثیان پر امریکا نوی پارونکی ګام وانخلي، ښايي هغه پر ایران د نویو پوځي بریدونو امر ونه کړي. رویټرز وايي ټرمپ لا د هغې جګړې د پای ته رسولو په اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دی رسېدلی چې په فبرورۍ کې یې له اسرائیلو سره یوځای پیل کړې وه — هغه په دې وروستیو اونیو کې کله د بریدونو د تشدید ګواښ کړی او کله یې د اقتصادي فشار په ګټه له جګړې د شاتګ خبره کړې ده.
راپور وايي ټرمپ په تېرو دوو اونیو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې د هغوی نظرونه پوښتلي او دواړو ترې غوښتي چې پر ایران بریدونه بېرته پیل نه کړي؛ ټرمپ هېڅ مشخصه ژمنه نه ده کړې. د سرچینو په وینا، ټرمپ د اکتوبر په ۳۱مه بن سلمان ته ویلي وو چې غواړي له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران برید وکړي، خو ولیعهد ترې غوښتنه وکړه چې دا کار ونه کړي، ځکه اقتصادي بندیزونه پر ایران اغېز کوي. اردوغان له اکتوبر ۲۸ راهیسې له ټرمپ سره درې ځله خبرې کړې دي.
سره له دې، د امریکا پوځي تحرکات نه دي درېدلي: په راتلونکو ورځو کې درېیمه الوتک وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته روانه ده چې د دوو موجودو څخه د یوې ځای ونیسي، خو سرچینې وايي که اړتیا وي، هرې درې بېړۍ په سیمه کې پاتې کېدای شي.
سرچینه: Reuters
#Trump #Iran #USA #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

