
پنجشیر | شنبه، ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ | ۷ قوس ۱۴۰۵
د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو او متخصصانو پنځه کسیز ټیم په یوه اوونۍ سفر کې د پریان ولسوالۍ شاوخوا پنځه کیلومتره ساحه چې د سرو زرو زېرمې لري، وپېژنده او تثبیت یې کړه. د پنجشیر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري باختر آژانس ته وویل، دغه ټیم د آبشار ولسوالۍ د بیروج کانونه او د شتل ولسوالۍ فیروزه هم په لومړني ډول سروې او کانتوربندي کړل. د ټیم مشر انجنیر رحمتالله دره وايي، د سروې، نمونې اخیستو او ارزونې له بشپړېدو وروسته به د دغو کانونو د استخراج زمینه برابره شي. د سرو زرو د استخراج طرزالعمل د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا توشیح شوی او دا مهال په پریان کې په لاس د سرو زرو سنتي زرشويي روانه ده.
سرچینه: باختر آژانس
#Panjshir #Gold #Afghanistan #Mining #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

