د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په بېلابېلو سیمو کې د دویمې ورځې لپاره اعتصاب او احتجاجي لاریونونه دوام لري
اعتراض کوونکي د کشمیري کډوالو لپاره د ۱۲ ځانګړو څوکیو د لغوه کېدو پر ضد مظاهرې کوي
د اعتراضونو له امله په مظفراباد، میرپور، باغ، راولاکوټ او کوټلي کې بازارونه، بانکونه، پټرول پمپونه او عامه ترانسپورټ تړلي پاتې شوي دي
راپورونه وایي چې زرګونو کسانو په لاریونونو کې ګډون کړی دی
بلخوا امنیتي تدابیر سخت شوي او اضافي امنیتي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي
په کوټلي سیمه کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي
د اعتراضونو تنظیموونکو ویلي چې تر غوښتنو منل کېدو پورې به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي

