د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، چې د کابل–جلالاباد دویم لین سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې عملي کار دوام لري.
نوموړي زیاته کړې چې د دې سترې پروژې لومړی پړاو له جلالاباد څخه پیل شوی او دویم پړاو یې له کابل څخه پلې کېږي. د هغه په وینا، د دې لویې لارې درېیمه برخه دا مهال د سروې او ډیزاین په پړاو کې ده او د پيل لپاره یې لازمې چمتووالي روان دي.
بلخوا، د خصوصي ځمکني ټرانسپورټ مسوولین ټینګار کوي چې د کار د چټکتیا ترڅنګ باید د پروژې کیفیت ته هم جدي پاملرنه وشي. دوی وایي، معیاري ډیزاین او د تخنیکي مهارتونو کارول د داسې لویو پروژو په دوام او اغېزمنتوب کې مهم او پرېکړه کوونکی رول لري.
د کابل–جلالاباد لویه لاره د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي، چې افغانستان د سیمې له بندرونو او بازارونو سره نښلوي او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې حیاتي ارزښت لري.

