د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د ناقانونه کیندنو او غلاوو په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ترسره شویو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه مهمات هم د امنیتي ځواکونو له لوري ترلاسه شوي دي
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

