د مخابراتو وزیر د ننګرهار او لغمان له مخابراتي خدمتونو لیدنه وکړه
جلال آباد | دوشنبه، ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۵ عقرب ۱۴۰۵
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالواحد فضلي د ختیځ زون د مخابراتي خدمتونو د ارزونې لپاره ننګرهار او لغمان ته سفر وکړ او د خدمتونو پر کیفیت، د پوښښ پر پراختیا او د لرو پرتو او سرحدي سیمو پر ستونزو یې ټینګار وکړ. د وزارت په وینا، تر اوسه د اترا ادارې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق له بودجې څخه په لرو پرتو سیمو کې ۴۵۰ انتنونه فعال شوي او د ۱۰۰ نورو کار روان دی.

سرچینه: Bakhtar News Agency
#Nangarhar #Laghman #Telecom #Afghanistan
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

