په دایکندي کې ګبیوني دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
نیلي، دایکندي | دوشنبه، ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۵ عقرب ۱۴۰۵
د دایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له خوا له ځايي خلکو سره په همکارۍ یو ګبیوني دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ دېوال ۴۲ متره اوږد، ۲ متره پلن او ۲ متره لوړ دی او د یوه کاریز په اوږدو کې جوړ شوی دی. د دې پروژې په بشپړېدو سره د شاوخوا ۶۰ کورنیو د څښاک اوبو سرچینه د سېلابونو له ګواښه خوندي شوه.

سرچینه: Bakhtar News Agency
#Daikundi #Afghanistan #Development
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

