د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د مالیې وزیر محمد ناصر اخند د ایران د کرنې وزیر په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر کړی دی. د وزارت په وینا، نوموړی به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره پر اقتصادي، سوداګریزو، ګمرکي او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي او د افغانستان او ایران د ګډ اقتصادي کمیسیون د ناستې مهم موضوعات به هم په بحث کې راشي.

سرچینه: طلوع نیوز —
#Afghanistan #Iran #Economy #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

