د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر دغه روغتون خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي پراخېدو، د ناروغانو د ستونزو کمېدو او د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم وباله.
نوموړي وویل د دې ډول پروژو پلي کېدل به په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي او د خلکو اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي.
د هغه په وینا په هېواد کې د ولسوالیو په کچه له ۳۱۸ جوړېدونکو روغتونونو څخه دا لومړی روغتون دی، چې د جوړېدو ډبره یې کېښودل شوه.
جلالي وایي عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد ټولو وګړو ته معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کړي.
وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد په ټولو سیمو کې، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.
عامې روغتیا وزیر زیاته کړه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې کوم ځای چې روغتونونه نه وي، هلته عامې روغتیا وزارت په خپله بودیجه د ولسوالیو د کچې دېرش بستریز روغتونونه جوړوي.

