د عامې روغتیا وزارت د ۱۰۰ خالي بستونو د ډکولو لپاره د برېښنايي ازموینې لړۍ پیل کړې ده.
د مسوولینو په وینا، د دې ازموینې لپاره شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو نوملیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۴۵۰ تنه د شرایطو پوره کوونکي نوماندان د ګډون لپاره غوره شوي دي. چارواکو ټینګار کړی، چې ازموینه په بشپړ شفافیت ترسره کېږي او هېڅ ډول درغلي پکې شتون نه لري. د دوی په وینا، یوازې هغه کسان به بریالي اعلان شي چې وړتیا او زیار ولري

