د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس مولوي عبدالکریم فاتح د یوې تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان «ایکو»په سیمهییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر کړی دی.
د ټولګټو وزارت ویاند ویلي فاتح به په دې غونډه کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، د روانو پروژو او د اوسپنې پټلۍ ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي.
د معلوماتو له مخې، د سیمهییز اتصال پراختیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې او د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا په اړه هم خبرې اترې د دې غونډې د بحثونو مهم محورونه دي.
سرچینه : شرق نیوز

