
د ایران سفیر او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازي مرستیال غلامحسین درزي د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره پر ایران د امریکا او اسراییلو د برید په اړه خبرداری ورکړ.
ښاغلي درزي د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې امریکا پر ایران په برید کې د پالانټیر (Palantir) شرکت او همدارنګه د اېنتروپیک شرکت له خدماتو د معلوماتو د تحلیل، د هدفونو د پېژندنې او لومړیتوب او د بریدونو د همغږي (مختصاتو) د وړاندې کولو لپاره کار اخیستی.
ښاغلي درزي وویل چې امریکايي پوځ د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره «په ۹۶ ساعتونو کې له ۲ زرو زیات مهمات پر ۲ زرو جلا هدفونو» کارولي دي.
هغه همدارنګه وویل: «د مصنوعي ځیرکتیا امنیتي او پوځي اړخونه باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې او د یوه نړیوال بهیر پر بنسټ، د ټولو هېوادونو په ګډون وڅېړل شي.»
سرچینه: بي بي سي فارسي — https://bbc.in/4jcAnJU
عکس: ایرنا (IRNA)
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

