
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نويل بارو د سې شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د فرانسې په ولسي جرګه کې د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وويل، د “افغان ښځو وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي” او په وینا یې له همدې امله غواړي د دوی لپاره ډېر څه وکړي.
بارو وويل، د فرانسې پوهنتونونه به د ۲۰۲۷ کال په جنوري کې ۵۰ افغان محصلينې ومني او د دغه هېواد حکومت به په سپتمبر کې ۳۵ تحصیلي بورسونه افغان محصلینو ته ورکړي. د هغه په وينا، فرانسه به راتلونکی کال ۲۰۰ نورې افغان ښځې هم ومني.
د فرانسې بهرنيو چارو وزير زياته کړه، هېواد يې په تېرو پنځو کلونو کې ۱۸۷ ميليونه يورو د هغو بشري مرستو پروګرامونو ته ځانګړي کړي چې افغان ښځې يې د ښځو د ملاتړ لپاره چلوي.
سرچینه: BBC Pashto — https://www.facebook.com/bbcnewspashto/posts/pfbid02LnoNanSWZRJJg6seTDsA9t5msuKGU2RDiwUL9QmMtaaJPoXT9zcBkJABGC2qvNqhl
#Afghanistan #AfghanWomen #France #Education #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

