د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې پر بدلونونو او د امریکا پر دریځ خبرې وکړې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان له خپل سیال محمد اسحاق ډار سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند پر موضوع خبرې کړې دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې عراقچي د امریکا وروستي دریځونه سخت وغانده او ویې ویل، چې د ایران د بندرونو، سواحلو او کښتیو پر وړاندې ګواښونه، له ګواښ ډکې څرګندونې، نامعقولې غوښتنې او پرلهپسې متناقضې خبرې د واشنګټن د بد نیت او په ډیپلوماسۍ کې د نه جديت څرګندې نښې دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ایران به د خپلو ملي ګټو او ملي امنیت د خوندي کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او ظرفیتونو څخه کار واخلي. په ورته وخت کې، دواړو لوریو د سیمې د وضعیت، امنیتي همکاریو او د سیاسي حللارو پر اړتیا هم بحث کړی دی.

