د امریکا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ایران سره جګړه کې یې د ټپي شویو پوځیانو شمېر ۴۲۷تنو ته ورسېد.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغو ټپیانو کې ۲۷۸ پوځیان، ۸۷ سمندري ځواکونه او ۵۳ هوایي ځواکونو موظفین شامل دي.
خو امریکا بیا له ایران سره جګړه کې د وژل شویو امریکایي ځواکونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې تېره یوه اوونۍ کې د تهران او واشنګټن ترمنځ یو ځل بیا نښتو زور اخیستی او دواړو لوریو د یو بل پر پوځي او ملکي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
سرچینه : حریت

