د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې له سعودي عربستانه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر پیل شوی دی.
د لومړۍ الوتنې له لارې د ننګرهار ۳۴۶ حاجیان او اووه مل ښوونکي نن سهار د جدې له ښار څخه کابل ته راورسېدل.
د وزارت په وینا، د حاجیانو د راستنېدو لړۍ به د کابل، بلخ، کندهار او هرات هوايي زونونو له لارې په دوو پړاوونو کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیانو د لېږد بهیر په راتلونکو ۳۰ ورځو کې د ۹۷ الوتنو له لارې بشپړ شي.

