د دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې ١٠٠٠ تنه ځوان کمانډويان له شپږ میاشتني مسلکي، عقیدوي او ځانګړو کمانډويي زده کړو له اتمې دورې څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د مولوي محمد یعقوب مجاهد د کورنیو چارو وزیر د کابینې یو شمېر وزیرانو د بهرنیو هیوادونو یو شمېر سفیرانو نظامي اتشو، ځانګړو استازو او نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.
دفاع وزیر خپلو خبرو کې وویل اوس افغانستان کې هيڅ داسې ډله شتون نلري چې تخریبي کړنې ترسره کړي او نه ورته دا اجازه ورکوو چې نا امني جوړه کړي.
مجاهد ټولو بهرنیو هیوادونو ته وویل چې افغانستان نور امن دی دلته هیڅ داسې دښمن چې په داخل او بهر کې نورو ته خطر وي وجود نلري.
وزیر خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ځواکونه به ستاسو د سر او مال او د هیواد څخه په ښه میړانه دفاع کوي.
کورنیو چارو وزیر خپله وینا وویل افغانستان له نیمې پیړۍ را وروسته یوه مستقله اردو نه لرله خو اوس یوه منظمه اردو او نور امنیتي ځواکونه لري.
دغو مراسمو کې یادو ځوانانو د هوايي ځواک په ملتیا منظم عملي نمایشات او د بیلابیل ډول هوایي ډرون الوتکو پرمټ یې مانورونه تر سره کړل او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکول سره پای ته ورسېدل.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

