د کابل ښاروالۍ وايي د هزاره بغل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي؛ دغه برخه د منشي میرغلام له ښارګوټي څخه د کابل–پروان تر سړک پورې ۴٬۰۴۹ متره اوږدوالی لري. د ښاروالۍ په وینا د پروژې لومړنۍ چارې په چټکۍ سره پرمخ ځي.
دغه سړک د ښار شبکې پراخولو، د ترانسپورټ ښه کولو او په پلازمېنه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو لپاره جوړېږي. د پروژې په بشپړېدو سره به د خیرخانې او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
کابل ښاروالۍ وايي د ښاري زېربنا پراختیا، د سړکونو شبکې پراخول او د ترافیکي بهیر ښه کول یې له لومړیتوبونو څخه دي او په پلازمېنه کې یې ګڼې ورته پروژې روانې کړې دي.

سرچینه: کابل ښاروالۍ
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

