د ایټالیا په شمالي ښار مودینا کې یو کس خپل موټر په خلکو ورخېژولی چې له امله یې اته کسان ژوبل شوي دي
چارواکي وايي د څلورو کسانو ټپونه مرګوني دي
دوی کې یوه مېرمن هم ده چې په دې پېښه کې یې دواړه پښې پرې شوې دي.
چلوونکی چې چړه ورسره وه یوه دوکان سره د موټر له درېدو وروسته راکښته شو او هغه تن ژوبل کړ چې د ده د کنترولو هڅه یې کوله.
چارواکو ویلي ۳۱ کلن تورن په خټه د مراکش دی خو د ایټالیا تابعیت هم لري
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني دا یو جدي پېښه بللې او قبرس ته یې خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی
د مودینا والي فبریزیا ټرولو یو خبر کانفرانس ته وویل تورن الخدري په ۲۰۲۲ کال کې روانې درملنې ته معرفي شوی وخو تر هغې راوروسته چا نه و لیدلی
د ایټالیا خبري رسنۍ وايي دا سړی له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی بې روزګاره و او هېڅ جرمي مخینه نلري

