د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي چې منځګړو له امریکا سره د اوربند په اړه وړاندیزونه ورته کړي دي او دوی یې پر جزیاتو فکر کوي.
مخکې د ایران د بوشهر والي ویلي چې نن سهار پر دغه ښار دوه تازه بریدونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام خبر ورکړی و چې پر ایران یې د پرلهپسې نهمې شپې بریدونه بشپړ شوي او پای ته رسېدلي دي.
ایران بیا په بحرین او کوېت کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی دی.
سرچینه : بي بي سي

