د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف په خپله اېکسپاڼه لیکلي، که د ایران امنیت تضمین نه شي، په سیمه کې به هېڅ زېربنا خوندي نه وي او د هرمز تنګي بشپړ امنیت هغه مهال ممکن دی چې امریکايي ځواکونه له سیمې ووځي.
هغه ټینګار کړی چې د هرمز تنګي وضعیت به د جګړې له پیل مخکې حالت ته ونه ګرځي او ایران دا دریځ څو ځله څرګند کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ او پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.
سرچینه : سپوږمۍ راډيو

