
ایراني پانګوال د ننګرهار له صنعتي پارک څخه لیدنه کوي او د یو شمېر تولیدي فابریکو فعالیتونه له نږدې ګوري.
ایراني پانګوال وایي، ننګرهار د کرنې او صنعت په برخو کې د پانګونې ښه ظرفیت لري او په پام کې لري چې د کرنې، د چرګانو د درملو تولید او د تراکتور جوړونې په برخو کې د پانګونې زمینه برابره کړي.
د ایراني پانګوالو دغه سفر افغان سوداګر او پانګوال هم د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بولي. دوی وایي، چمتو دي چې له ایراني پانګوالو سره په ګډه پانګونه وکړي او د تولیدي فعالیتونو په پراختیا کې ونډه واخلي.
بلخوا، ولایتي چارواکي وایي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د ملاتړ لپاره چمتو دي او د پانګونې په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ ډاډ ورکوي. د ننګرهار د والي ویاند وایي، ټول پانګوال کولای شي په دغه ولایت کې له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ننګرهار ته د بهرنیو پانګوالو د لېوالتیا دا لړۍ په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ازبکستان یو شمېر پانګوالو هم دغه ولایت ته سفر کړی و او د درملو جوړولو په برخه کې یې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.
راپور: سباوون ساحل
#Afghanistan #Nangarhar #Investment #Iran #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

