د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ د حکومت هغه پلان ځنډولی، چې له مخې یې ټاکل شوې وه یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدول شي.
د راپورونو له مخې، د نیویارک یوې فدرالي قاضي د دغه پلان د ځنډولو حکم صادر کړی، چې د شنبې په ورځ به نافذ شي.
په ورته وخت کې، د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایواک» ویلي، د پراخو فشارونو په پایله کې هغه الوتنه هم ځنډول شوې، چې ټاکل شوې وه افغان کډوال پرې له امریکا وایستل شي.
تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت هغو راپورونو ته اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي و، چې اسلامي امارت د خپلو ټولو وګړو د حقونو ساتنه خپل مسوولیت ګڼي او ټینګار یې کړی و، چې له افغان وګړو سره باید د نړۍ په هره برخه کې د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت ته د درناوي پر بنسټ چلند وشي.
سرچینه: شرق نیوز


