د کانونو او پټرولیم وزیر د پلخمري د ډبرو سکرو او د امو دریا نفتي حوزې د جنګل کلان د ګازو لرونکو ساحو د اکتشاف، استخراج او پراختیا تړون لاسلیک پر مهال ویلي، د دې تړون موده ۳۰ کاله ده او ۲۷۵میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
نوموړي ویلي، د دې پروژې له استخراجکېدونکي ګاز څخه به ۱۰۰۰مېګاواټه برېښنا هم تولید کړي.
د امارتي شرکتونو عمومي رییس وايي نویو قراردادونو لاسلیک سره به هېواد کې دوامداره انرژۍ تامین او د اسعارو سپما ترڅنګ کاري فرصتونو رامنځته شي.
افغان پانګهوال او د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي یادو مراسمو کې وویل چې د ۱۰زره مېګاواټه برېښنا پروژو عملي کېدل به شاوخوا ۵ میلیونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي او حکومت ته به د ۱۰ میلیارد ډالرو کلني عاید زمینه برابره کړي.
عزیزي زیاته کړه چې د سرطان روغتون جوړېدو اداري کارونه خلاص شوي دي او اوس یې عملي چارې پیل شوې دي.
نوموړي وویل چې دې پروژه کې د یوه نسايي ولادي روغتون او طبي پوهنتون جوړول هم شامل دي.
سرچینه: شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

