د کونړ ولایت مقام په هڅو او دکورنیو چارو وزارت د دري اعشاريه شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د ۱۵ولسوالیو اداري واحدونو، هر واحد ته۵ کیلو واټه لمریزه برېښنا جوړه شوه،چې مسوولین یې د اداري چارو د چټکتیا لپاره مهمه بولي.
د کونړ ولايتي اداري مسولين وایي په ولسوالیو کې د ادارو ډېری چارې ډیجیټل شوي،خو د برېښنا نشتوالي له امله له ځنډ او ستونزو سره مخ وې،چې په دې سره یې اوس دغه ستونزه هواره شوه.
د ولسواليو مسولين بيا وایي پخوا د بريښنا د نشتون په برخه کې ډیرې ستونزې وي خو اوس د لمریزې برېښنا په فعالېدو سره یې چاري چټکې شوې
مسولين بیا د ولایت مقام هڅې ستایي او وایي د ولسوالیو د یوې مهمې او اساسي ستونزې په هوارولو سره د ادارو د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا اسانه او پیاوړی شو.
که څه هم لمریزې بریښنا یوڅه ستونزې راکمې کړي خو خلک دکونړ په بهانده سیندونو د بریښنا کوټونو دجوړیدو غوښتونکې دي او په دغه برخه کې د مرکزي حکومت پاملرنه غواړي.
راپور : پر ویز مومند

