دا په کونړ کې هغه نشه يي توکي دي چې د تیرو دوو کلونو په موده کې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې وو چې اوس وسوځول شول.
د کونړ امنیه قوماندانۍ له لوري ۶۰۸ کیلوګرامه بېلابېل نیول شوي نشهيي توکي د محاکمو د حکم له مخې، د یوه ګډ پلاوي په حضور کې وسوځول شول.
د کونړ امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي نعمت الله حمیدي وایې دغه توکي د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو له لوري نیول شوي وو، چې د جزا د اصولنامې د ۱۱۱مې مادې له مخې او د محاکمو ریاست د حکم پر بنسټ له قانوني پړاوونو وروسته وسوځول شول.
ده زیاته کړه په دې ولایت کې د نشهيي توکو د اړوند قضیو په تړاو ۵۹۶ کسان نیول شوي او دوسیې یې د قانوني اجراآتو لپاره محاکمو ته سپارل شوې دي. د هغه په وینا، امنیه قوماندانۍ به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په کونړ کې ناقانونه فعالیتونه ترسره کړي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري محمد ایوب حیدري وویل، د دوی هڅې روانې دي، څو د نشهيي توکو د پېر او پلور، قاچاق او خپرېدو مخه ونیسي او ځوانان د دې ناوړه پدیدې له زیانونو وژغوري.
د یادونې وړ ده، چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی د ټولنې د خوندیتوب او د ځوان نسل د سالمې راتلونکې لپاره مهم بلل کېږي
راپور : پرویز مومند

