تازه د کونړ ولایت مقام په لارښوونه او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست تر چتر لاندې پدې ولایت کې د نیږدې زرو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته ترسره شوه
ولایتي ادارې مسولین بیا وايي هېواد ته راستانه شوې کډوال له ستونزو سره مخ دي او دوۍ ورته پر وخت رسېدنه کړې او لاهم يې په اړونده برخو کې مرستې دوام لري.
دوۍ ډاډ وکړ چې راستنو شوو کډوالو ته به د سرپناه او کاري فرصتونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
بل لورته راستانه شوې بیا په یادو مرستو خوښي څرګنده کړه او له مسولینو څخه يې د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړه
د ویلو ده چې هره ورځ هیواد ته د ګاونډیو هیوادونو څخه په سلګونه افغان کډوال بیرته هېواد ته راستانیږي چې د لومړنیو مرستو رسولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لیږدول کیږي .
راپور : پرویز مومند

