د اطلاعتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو، چې پکې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو او ځوانانو ګډون کړی و. په دې سیمینار کې د یاد وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی و
پدې سیمینار کې خبریالانو په دې ولایت کې د یو شمېر پرمخ پرتو ستونزو یادونه وکړه او د مسولینو يې د حل په برخه غوښتنه وکړه.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولینو وویل، خبریالان او قلموال په ټولنه کې مهم رول لري او د پرمختګ او ځانبسیاینې لپاره د خلکو د هڅونې ترڅنګ، د عامه افکارو په جوړولو کې هم اغېزناک دي.
د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي ، خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې دوۍ ته به په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوي رامنځ ته کوي.
همداراز، د ټولیزو رسنیو پر څار رئیس مولوي صفي الله رائد، بیا وویل ټولو ولایتونو ته يې دغه ډول سفرونه پلان کړي او موخه يې د رسنیو او مسولینو ترمنځ د واټن لمنځه وړل او ښه همغږي رامنځته کول دي.
د سیمینار ګډونوالو د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو جوړېدل ګټور وبلل او د ورته نورو سیمینارونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه
راپور : پرویز مومند

