د کونړ ماڼوګي او نورګل ولسوالیو کې زرګونه ماشومان تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د ماڼوګې ولسوالۍ کلای ګل دره چې شاخوا ۶ سوه او د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې نیږدې ۳ سوه ۵۰ تنه ماشومان مناسب زده کړییز چاپیریال نلري.
کونړ هغه ولایت دی چې ډیره برخه کې غرونو نیولي ده . دا ولایت پراخه دري . ناوونه . او ګڼ شمیر لري پرتي سیمي لري چې ګڼ شمیر کورنۍ پکې ژوند کوې.
ددي ولایت د ماڼوګې ولسوالۍ اړوند کلای ګل دره او د نورګل ولسوالۍ اړوند د مزار دره چې نیږدي ۹۵۰ زده کوونکي لري د ښونځیو لپاره سرپناه نلري .
ددغه سیمو اوسېدونکي وايي په تیر کې يي په کراتو کرراتو مسولینو ته ویلي خو تر اوسه پدي برخه کې کوم ګام ندی اخیستل شوی.
اوس دوۍ د اسلامي امارت د مسولینو څخه غوښتنه کوې چې ددوۍ د ماشومانو د ښونځیو لپاره دي د سرپناه چاره سمه شې.
په ورته مهال کې د کونړ د پوهني ریاست مسولین وايي دوۍ په لرو پرتو سېموکې د ښونځیو لپاره د ودانیو او ښوونیز چاپیریال رامنځته کولو په برخه کې هڅي کوي او ژر به دغه ستونزه لمنځه ولاړه شې.
دوۍ زیاتوي که څه هم په یوشیمر سېمو کې يي ښونځي جوړ کړي دي خو لاهم پدغه برخه کې هڅي دوام لري.
نه یوازې د کونړ ماڼوګې ولسوالۍ کلای ګل دره او د نورګل ولسوالۍ د مزار دره چې ماشومان پکې د ښونځیو لپاره مناسب ښوونیز چاپیریال نلري بلکې ددي ولایت په ډیری لرو پرتو سېمو کې ښونځي د ورته حالت سره مخ دي خو مسولین دیادې ستونزې د حل په برخه کې ډاډ ورکوې.
راپور : پرویز مومند

