د کونړ ولایت مرکز اسداباد اړوند د سالار باغ کیبلي پول چې د اوږدي مودي راهیسي ویجاړ وو . اوس د ولایتي اداري له لوري په اساسي ډول بیا ورغول شو.
یاد پول چې د لارهور ډاګ سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره جوړ شوی ۱۶۰ متره اوږدوالی او ۳ متره سور لري چي اوس د یو میلیون افغانیو په لګښت د ولایتي اداري لوري ترمیم او د خلکو د تګ راتګ لپاره په اساسي ډول جوړ شو.
مسولین وايي دوۍ غواړۍ چې ولسونو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوي رامنځته کړي.
بل لورته د سیمې اوسېدونکو هم ددغه پول په ترمیم خوښي وښوده او وي ویل پخوا چې دغه پول ویجاړ وو میرمنی . ماشومان او آن دوۍ د تګ راتګ په برخه کې د ګڼو ستونزو سره مخ وو.
دوۍ زیاتوي اوس يې هغه ستونزه حل شوه او په اسانۍ سره ددغه پول له لارې تګ راتګ کوې.
مسولین ډاډ ورکوي چې د کونړ پر سیند د ټولو پلونو د رغېد په برخه کې پلان لري چې په رغېدو سره به يې ګڼو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شې.
راپور : پرویز مومند

