وروسته له هغې چې په کانګو کې د ایبولا ناروغۍ له امله د ۸۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شو د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدنه د عامې روغتیا له پلوه د نړیوالې اندېښنې بېړنی حالت اعلان کړ
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا دا خپرېدنه د «بونډي بوګیو» ویروس له امله رامنځته شوې ده
دغه سازمان دغه راز ویلي که څه هم اوسنی وضعیت د «وبا» معیارونه نه پوره کوي خو اندېښنه شته چې دا ناروغي ښايي هغو هېوادونو ته هم خپره شي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت سره ګډې ځمکنۍ پولې لري

