په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
دواړو لورو د سیمې د روان وضعیت او وروستیو تحولاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او روسیې دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
همداراز، د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

