له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت وایي د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د روان کال د چنګاښ میاشتې له ۲۹ څخه د زمري تر ۴ مې نیټې پورې د سېلابونو ، توپانونو او ورښتونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي
نوموړی وایي پدې موده کې ۳۴ تنه شیهدان شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي .
هغه وایي ۲۶۶ کورونه په بشپړ ډول او ۸۱۷ کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي .
دی وایي ددې سربیره ګڼ شمېر هټۍ ، اوبو څاګانې او د برېښنا شبکې هم ویجاړې شوي .
هغه وایي پدې طبعي پېښو کې ۲۶۶ څاروي مړه شوي څه باندې ۷ زره جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات لمنځه تللي او ددې وراخوا نور مالي زیانونه هم خلکو ته ور اوښتي .
هغه زیاتوي له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې له لوري د نورستان په شمول ټولو ولایتونو کې اغیزمنو کورنیو ته مرستې وېشل شوي او له زیانمنو کورنیو سره لا هم د مرستو لړۍ دوام لري
راپور : نصیر احمد

