په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د یاد هېواد کې مېشتو افغانانو د «نقل معلوماتو» بهیر به د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې (د مارچ ۳۰مه) پیل شي.
یاد سفارت زیاته کړې چې دغه بهیر به د افغانستان د سفارت له لارې د سعودي عربستان د جوازونو په اړوندو ادارو کې عملي کېږي.
د چارواکو په وینا، دا پروسه د افغانانو د معلوماتو د تنظیم او ثبت په موخه ترسره کېږي، څو اداري چارې په اسانه او منظم ډول پر مخ ولاړې شي.

