د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت وايي د پنجشېر ولایت په شمول د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د۸۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۳۲۲۹ پراختیايي او انکشافي پروژو عملي چارې پیل شوي دي
د دغو پروژو له ډلې ۱۲۷ یې په پنجشېر کې دي چې ارزښت یې ۵.۷ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.
یاد وزارت وايي د دغو پروژو عملي چارې د عنابې، رخه، حصه اول او د پنجشېر په مرکز کې پیل شوې دي
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور وايي، د هېواد سراسري امنیت او د خلکو خوندیتوب د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
بلخوا د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم وايي، په تېرو درېیو کلونو کې په دې ولایت کې ګڼې زیربنايي او پراختیايي پروژې پلې شوې دي.
د هغه په خبره، په روان کال کې پنجشېر ته د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د امارتي پروژو د جذب زمینه برابره هم شوې ده
نوموړي وايي، د پنجشېر په بېلابېلو برخو کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، برېښنا، اوبو رسولو او ترانسپورټ په برخو کې پروژې پلې شوې دي
د پنجشېر والي زیاتوي، د بندونو، سړکونو، روغتیايي مرکزونو او اوبو رسولو ترڅنګ یاد ولایت د بدخشان، نورستان او تخار سره د نښلولو لپاره هم د سړکونو چارې روانې دي
د پنجشېر ولایت اوسېدونکي د بېلابېلو پراختیايي پروژو له پیل څخه خوښي څرګندوي
دوی وايي، د دغو پروژو پلي کېدل به د سیمې په پرمختګ، د بنسټیزو اسانتیاوو په رامنځته کېدو او د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې مهم رول ولري.
د پنجشېر اوسېدونکي د اسلامي امارت له رهبرۍ او سیمهییزو مسوولینو څخه د پراختیايي پروژو د پلي کېدو له امله مننه کوي.
دوی غوښتنه کوي چې د دې ولایت د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره دې ورته نورې پراختیايي پروژې هم پلې شي.
راپور: مسعود عربزی

