د پاکستان فدرالي حکومت د سیاسي کړکېچ او د عمران خان د پلویانو د لاریونونو له پراخېدو وروسته، د ولسمشر په تایید خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او د والي د واکمنۍ اعلان منظور کړ.
د راپور له مخې، ولسمشر اصف علي زرداري د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادو پر بنسټ د فدرالي کابینې وړاندیز لاسلیک کړی دی.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د نوموړي د خوشي کېدو لپاره اسلاماباد ته لاریون پیل کړی دی.
د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان دغه اقدام د ډیموکراسۍ خلاف بللی او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا خلک به یې ونه مني.
سرچينه: شرق نيوز

