د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه ۱۹۲ افغانې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۸۸۷ تنو ته رسېږي، هېواد ته بېرته راستنې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې ۸۹ کورنۍ، چې ۴۵۱ غړي لري، افغانستان ته داخلې شوې او له ۸۷ کورنیو سره د مالي مرستو په توګه ۶۶۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
همدارنګه د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۹ کورنۍ، چې ۱۰۰ غړي لري، راستنې شوې دي.
له دې ډلې ۱۳ کورنۍ نورو ولایتونو ته ولېږدول شوې او د ترانسپورټ لپاره ۵۸ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هم ۶۵ کورنۍ، چې ۲۶۶ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۹ کورنۍ، چې ۷۰ غړي لري، افغانستان ته داخلې شوې دي.
راپور زیاتوي چې له راستنو شویو کډوالو سره د مالي مرستو ترڅنګ، د ترانسپورټ او لېږد په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، ښوونې او روزنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم معلومات او لارښوونې ورکړل شوې دي.
سرچینه : شرق نیوز

