د ټولګټو چارو وزارت وایي د روان کال د غویي میاشتې له پیل څخه تر پایه د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱،۰۰۳،۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي
د وزارت په وینا له دې جملې څخه د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸،۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵،۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۷،۳۶۹ ټنه او د خواف–هرات کرښې له لارې ۱۲۲،۸۵۷ ټنه انتقالات شوي دي
دا انتقالات نفتي غیرنفتي او نور توکي رانغاړي چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي
یاد وزارت زیاتوي چې په همدې موده کې ۴،۲۴۶ ټنه صادرات هم ثبت شوي دي
د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۵ هـ.ش کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه د تېر ۱۴۰۴ کال په پرتله درې چنده زیاته شوې ده ځکه چې په تېر کال کې ټولټال ۳۳۲،۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي وو
ټولګټو چارو وزارت ټینګار کوي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی نه یوازې د سوداګرۍ پراختیا ښيي بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو د ملي عوایدو په لوړوالي او د اقتصادي ثبات په ټینګښت کې هم مهم رول لري

