د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټایوان ته خبرداری ورکړی چې په رسمي ډول دې له چین څخه خپلواکي نه اعلانوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ چین ته د خپل سفر او له خپل چیني سیال شي جینپینګ سره تر لیدنې وروسته ټایوان ته له چین څخه د خپلواکۍ د اعلان په اړه خبرداری ورکړی دی
هغه په څرګنده ویلي چې د ټایوان د خپلواکۍ له اعلان سره مخالف دی
ټرمپ د خپل رسمي سفر په پای کې زیاته کړې چې له چین سره یې «فوقالعاده» سوداګریزې هوکړې کړې دي
خو هغه د دغو هوکړو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي
له بلې خوا شي جینپینګ له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خبرداری ورکړی چې د ټایوان موضوع د چین او امریکا ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو مهمه مسئله ده
د راپور له مخې ټرمپ شي جینپینګ ته بلنه ورکړې چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې واشنګټن ته متقابل سفر وکړي

