
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په یو نه یو ډول به د هرمز تنګی پرانیزي او خوندي کوي. ده له بریتانیا او نورو هېوادو غوښتي چې ددې مهمې سوداګریزي لارې خوندي کولو لپاره بېړۍ واستوي. پرایران له د امریکا او اسرائیلو د برید له پیله د راپورونو له مخې دې تنګي کې پر ګڼو بېړیو برېدونه شوي دي. له دې تنګي د نړۍ شا او خوا ۲۰ سلنه تېل صادرېږي.

