د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، عربي هېوادونه باید منځني ختیځ کې د امریکا د جګړې لګښت چې یادو هېوادونو د ساتنې لپاره روانه ده ورکړي.
ټرمپ نن سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا د هغوی ساتنه کوي او هغوی باید د دې ساتنې لګښت ورکړي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم وړاندیز کړی و چې امریکا باید هرمز تنګي کې د امنیت او د بېړیو د تګ راتګ د ساتنې لپاره د ګټه اخیستونکو هېوادونو څخه د لګښتونو ۲۰سلنه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو جګړو له کبله په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی چې په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم ورسره لوړې شوې دي.
سرچینه : حریت

