د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د هېواد په ۸ ولایتونو کې د باران ورېدو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو احتمال شته دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل شوې ده.
یاد وزارت دغهراز په لوېدیځو، سوېلختیځو، ختيځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو خبرداری هم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د باد سرعت به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
سرچینه : شرق نیوز

