د هسپانیې په یوه سیمه کې د چټکسرعت اورګاډو د ټکر له امله د وژل شویو شمېر ۶۸ تنو ته لوړ شوی او د دغه هېواد لومړي وزیر پېدرو سانچېز د پېښې له امله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
د هسپانیې د ترانسپورټ وزیر اوسکار پوینتي د اورګاډو د تګ راتګ د کنټرول مسؤلینو هغه پرېکړه «ناڅرګنده» بللې، چې له مخې یې یوه اورګاډي ته د سرې اشارې سربېره د حرکت اجازه ورکړل شوې وه.
نوموړي ویلي، د کمپیوټري سیسټم د خرابۍ له امله په لومړي سر کې د شپږو روانو اورګاډو حرکت درول شوی و، چې په هغو کې هغه دوه اورګاډي هم شامل وو چې وروسته یې له یو بل سره ټکر وکړ.
د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې ځای ته د ژغورنې له ۵۰۰ څخه ډېر کارکوونکي لېږل شوي، څو د ژغورنې او مرستې چارې ترسره کړي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

