د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي، دغه پېښه د جمعې په ورځ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شپولې خولې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، چاودېدلې مرمۍ د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوې وه، چې ناچاوده پاتې شوې وه.
په ټپیانو کې یوه کوچنۍ نجلۍ هم شامله ده.
سرچينه : شرق نيوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

