د افغانستان سرې میاشتې ټولنې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې له سېلاب ځپلو ۲۷۶ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ترکیې سرې میاشتې په مالي ملاتړ برابرې شوې مرستې کې هرې کورنۍ ته ۷۶.۳ کیلوګرامه خوراکي مواد ووېشل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، یو کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه رومیانو رب او نیم کیلو بسکټ شامل وو.
د افغانستان سرې میاشتې ویلي، د دې مرستو موخه د سېلاب ځپلو کورنیو بیړنۍ خوراکي اړتیاوې پوره کول او د هغوی د ژوند ستونزې کمول دي.
دغه اداره ټینګار کوي چې له طبیعي پېښو زیانمنو شویو کورنیو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ به دوام ولري
سرچینه : افغاني سره میاشت

